ملتان 01 اګست (اے پي پي) د غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير سيد فخر امام وئېلي دي چې مقبوضه كشمير د رياستي عسكريت په اړه په نړۍ كښې په وړومبي نمبر دے٬د 80 لكه په آبادۍ كښې د هند 9 لكه عسكر او امنيتي اهلكار په ځاې كړې شوي او دا شرح په نړۍ كښې تر ټولو زياته ده۔ د اتوار په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د كال 2019م د اګست په پنځمه نېټه د كشمير خاص حېثيت ختمولو نه پس هند هلته د ظلمونو انتها كړې۔دا ظلمونه وړاندې هم روان وو۔د كشمير اولس د كال 1931 نه د خپلې آزادۍ جنګ كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې هره يوه تېرېدونكي ورځ د كشميريانو د آزادۍ په هڅو كښې تندي پېدا كوي۔ده ووئيل چې پاكستان كشمير د لانجمنې سيمې په تسيليمولو كښې كامياب شوې٬اوس نړيواله ټولنه په دې خبره اتفاق لري چې كشميريانو ته دې د ملګرو ملتونو د 1949 د قرارداد له مخې د رائے حق وركړې شي
مقبوضه كشمير د رياستي عسكريت په اړه په نړۍ كښې په وړومبي نمبر دے۔ سيد فخر امام
مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔