کوئټه۔12مارچ (اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي وزيراعظم عمران خان به پنځه کاله پوره کړي، د بې باورۍ تحريك كښې به اپوزيشن ماتې وخوري٬ اپوزيشن به خپله ماتې تسليمولو سره هم په دې تنخا كار كوي۔ هغه دا خبره د خالي په ورځ كوئټه ته د راتلو په موقعه په هوائي مېدان خبريالانو سره خبرو كښې وكړه۔ هغه ووئيل مونږ له به صلحې پلو تلل وي ولې چې اپوزيشن له ماتې خوړل دي او دې نه وروستو به هم مونږ تنګولې شؤ۔ اپوزيشن دې د صبر او زغم څرګندونه وكړي هسې نه د يو كال په ځائې لس كاله انتظار سره مخ شي۔ هغه ووئيل مونږ 7 ورځې مخكښې پارلیمنټ، پارلېمنټ لاجز اېف سی او رېنجرز ته د سپارلو پرېكړه كړې دغسې چې د امن او امان كومه ګيله پاتې نه شي۔ هغه ووې حكومت د 245 لاندې پوځ هم طلب كولې شي خو خبره لا دې ته رسېدلې نه ده۔ شېخ رشید احمد ووئيل د انصار السلام، بېت السلام او پرائیوېټ ملیشیاء په شمول چاته به هم اجازه وركولې نه شي۔ داخله وزير د بې باورۍ تحريك معاملې په اړه ووئيل زما خيال دې مونږ صلح او صفايۍ پلو لاړ شؤ۔ شېخ رشید احمد اپوزیشن ته مشوره وركړه چې په ټاكنو كښې يو كال پاتې دې ٬ ښه به دا وي چې د ټاكنو تيارې وكړي٬ اپوزيشن دې د صبر او زغم نه كار واخلي هسې نه 10 كاله په لائن كښې ولاړ پاتې شي۔ هغه ووئيل د بې باورۍ تحريك كښی به اپوزيشن ناكامۍ سره مخ شي او وزيراعظم به 5 كاله پوره كړي۔ هغه ووئيل اپوزيشن به خپل شكست تسليمولو سره هم په دې تنخا كار كوي۔
وزيراعظم به پنځه کاله پوره كوي، د بې باورۍ تحريك كښې به اپوزيشن ناكامه شي٬ اپوزيشن به خپله ناكامي تسليمولو سره هم په دې تنخا كار كوي٬ شېخ رشيد احمد
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن خریداری