اسلام آباد 03مارچ (اے پي پي) د پاکستان اوازبکستان ترمېنځه د رېلوے، سيکيورټي ، ترجيحي تجارتي لوظنامې او د موسمياتي بدلون پشمول د تفاهم په 8 يادښتونو لاسليك شوے۔ د زيارت په ورځ وزيراعظم عمران خان او د ازبکستان صدر شوکت مرزا يوف هم د تفاهم د ياښتونونو د لاسليك كولو په دستوره كښې موجود وٶ۔ پاکستان او ازبکستان د اېم او يوز پحقله جار د ګډې اعلاميه كښې وئېلې دي د ازبکستان د قامي ټېلي وژن او راډيو كمپنۍ او د پاكستان ټېلي وژن کارپورېشن ترمېنځه د ټېلي وژن او د راډيو براډ كاستنګ په څانګه كښې مرستې لپاره د تفاهم په يادښت د پاكستان لخوا د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن او د ازبکستان د كلتور وزير اوزود بېك نيزابيکوف لاسليك كړے ۔ د ازبکستان د سېلګرۍ او سپورټس وزارت او د پاكستان د مذهبي چارو او د بېن المذاهب همغږۍ وزارت ترمېنځه د مذهبي زيارتونو تګ راتګ ودې لپاره د تفاهم په يادښت لاسليك شوے ٬ چې پرې د پاکستان لخوا وفاقي وزير نور الحق قادري او د ازبکستان د خارجه وزير عبدالعزيز کاميلوف لاسليك كړے ٬د دواړو هېوادونو ترمېنِځه د ماحوليات او د موسمياتي بدلون څانګه كښې د مرستې په تفاهم د پاكستان لخوا موسمياتي بدلون لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ملك امين اسلم او د ازبکستان نائب وزيراعظم او د سرمايه كارۍ او تجارت وزير سردار عمر زاکوف لاسليك وكړو۔ د دواړو هېوادونو ترمېنځه په ترجيحي تجارتي لوظنامه د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داود د پاکستان او سردار عمر زاکوف د ازبکستان لخوا لاسليك كړے ۔ د دواړو هېوادونو ترمېنځه په امنيتي څانګه كښې د مرستې ودې لپاره په روډ مېپ هم لاسليك شوے ٬ د پاکستان لخوا د قامي سلامتيا سلاحكار ډاکټر معيد يوسف او د ازبکستان د سلامتيا كونسل سېكرتريويکټر مخمودوف لاسليك كړے ٬ دغسې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د رېلوے وزارت او د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت ترمېنځه هم د تفاهم په يادښت لاسليك شوے٬ د پاکستان لخوا سېكرټري او د پاكستان رېلوېز چيئرمېن حبيب الرحمن ګېلاني او د ازبکستان لخوا د ټرانسپورټ وزير الخوم مخکاموف لاسليك كړے٬ د تاشقند سټي او اسلام آباد سټي انتظاميې ترمېنځه د تفاهم په يادښت هم لاسليك شوے٬ د پاکستان لخوا اېډمنسټرېټر اېم سي آئي حمزہ شفقات او پاكستان كښې د ازبکستان سفير اوبك عثمانوف لاسليك كړے ٬ د دې نه علاوه د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ازبكستان په سرخندريه سيمه او د پاكستان په خېبرپښتونخواصوبې ترمېنځه د مرستې په تفاهم هم لاسليك شوے ٬ په دې مهال د پاکستان لخوا د خېبرپښتونخوا د صنعت سېكرټري ذوالفقار علي شاہ او د ازبکستان لخوا په پاکستان كښې ازبك سفير اوبك عثمانوف لاسليك كړے
د پاکستان او ازبکستان ترمېنځه د تفاهم په 8 يادښتونو لاسليك، وزيراعظم عمران خان او د ازبکستان صدر شوکت مرزا يوف هم په دې موقع موجود وو۔شريكه اعلاميه
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ کی تجزیات