اسلام آباد۔8جون(اے پی پی) د وزيراعظم خاص مرستيال عطا تارړ وئيلي دي چې عمران خان ل?? به توشه خانه ٬ القادر ټرسټ او د كرپشن په نورو كېسونو كښې ځواب ور??ول وي ٬ پي ټي آئي پرېښودونكي رياست سره ولاړ دي۔ ده د زيارت په ورځ اسلام آباد هائي كورټ څخ?? بهر خبريالانو سره خبرې كولې۔ د وزیراعظم خصوصي مرستيال عطا تارړ ووئيل نيازبين خان تاخير چالونه وچلول٬ كه دې په زندان كښې وو نو په بلوچس??ان كښې به يو معزز وكيل وژلے شوے نه وو٬ په دې كېس كښې د وژلي شوي وكيل ځوي عمران خان په ا??ف آئي آر كښې نامزد كړے دے۔ ده ووئيل كريمنل مائنډډ دا ګڼي چې د ده وجود د رياست نه زيات مهم دے خو دا د دوئي تېروتنه ده۔ ده ووئيل په تېر سخت وخت كښې 5 كسانو مونږ پرېښودلې وو خو چې كله هغوي بېرته راغلل نو مونږ پراخا زړه سره هغوي ته هركلے ووے۔ ده ووئيل د جهانګير ترين ګروپ ډېر كسان مونږ سره دي او د كابينې برخه دي٬ په سباؤن كښې به هم دوئي سره مخ په وړاندې ځؤ۔ د پاكس??ان مسلم ليګ نون لارښود محسن شاهنواز رانجھا ووئيل چې د عمران خان وكيل لخوا دا تاثر ور??ړے شوے دے چې 120 ورځې پس ګوشوارې چېك كېدې نه شي ٬ دا خب??ه سمه نه ده٬ مونږ سپيكر ته خپل رېفرنس وړاندے كړے په كوم چې سپيكر معامله الېكشن كمېشن ته ولېږله ٬ په دې صورت كښې د 120 ورځو كوم بندېز نه لاګو كېږي۔ ده ووئيل د الېكشن كمېشن د پرېكړې 10 مياشتو ور??ستو هم كېس وړاندې نه ځي٬ د دې په مقابله كښی د نواز شريف د كېسونو به روزانه سماعت كېدو٬ ټاكنو څخه وړاندې پرېكړه وكړې شوه ٬ دا خصوصي ټريټمنټ عقل څخ?? بهر دے۔
عمران خان له به توشه خانه ٬ القادر ټرسټ او د كرپشن په نورو كيسونو كښې ځواب وركول وي ٬ پي ټي آئي پريښودونكي رياست سره ولاړ دي٬ عطا تارړ
مضمون کا ماخذ : estatísticas quina