اسلام آباد 21 جون (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويزاشرف وئيلي دي شهيده بينظير بھټو په پارلمان كښې دننه او د پارلمان څخه بهر يو مثالي کردار لوبونكې سياستمداره وه، د شهيدې بينظير بھټو عزم ٬ مړانه او هلي ځلي مثالي وې، د موجوده دور ميرمني په محترمه بينظير بھټو صاحبه وياړ كولې شي۔ده د نهې په ورځ اسلام آباد كښې و يمن کاکس تر سيورې لاندې قامي اسمبلۍ سيکرټريټ كښې دستورې ته د مشر ميلمه په حيث خصوصي خطاب کولو۔دستوره كښې سېنېټر يوسف رضا ګيلاني، سېنېټر جنرل ريټائرډ عبدالقيوم، ډاکټر فهميده مرزا هم ګډون كولو۔راجه پرويزاشرف ووئيل د دې سمپوزيم په كولو د ويمن پارليمنټري کاکس ټولو غړو له مباركي وركوم ، په خاص توګه د ډاکټر فهميده مرزا د خذمات اعتراف کوم چا چې دې ويمن پارليمنټري کاکس د بنياد تيګه اېښودې ده ، موجوده سيکرټري ډاکټر سيده شاهده رحماني له هم مبارکي وركوم،هغې د خپلو ذمه وارو سنبھالولو سره يو لوي سمپوزيم کولو باندې شهيدې بينطير بھټو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ ده ووئېل بينظير بھټو پارلمان كښې دننه او پارلمان څخه بهر مثالي کردار لرونكې سياستمداره وه، د شهيدې بينظير بھټو عزم ٬ مړانه او هلې ځلې يو مثال لري ، د موجوده دور ميرمني په محترمه بينظير بھټو وياړ كولې شي۔ د قامي اسمبلۍ سپيکر ووئيل بينظير بھټو د ذوالفقار علي بھټو شهيد د يوې صلاحيت لرونكې لور ثبوت وركړے ،جمهوريت او د هېواد پرمختګ لپاره د هغې هلې ځلې به عمر له ياد ساتلې شي، شهيدې بينظير بھټو د يوې ښې مور ثبوت هم وركړے او د بلاول بھټو زرداري په شان زوي تربيه ئې كړې، ده ووئېل شهيدې راڼۍ چې د سياست په ميدان كښې كوم كردار ترسره كرے هغه مثال نه لري
شهيده بينظير بھټو په پارلمان كښې دننه او د پارلمان څخه بهر مثالي کردار لوبونكې سياستمداره وه ۔ د قامي اسمبلۍ سپيکر د ويمن کاکس تر سيورې لاندې دستورې ته وينا
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ جیتنے کے طریقے