اسلام آباد۔22اګست(اے پی پی) د بهرنیو چارو وزیر مخدوم شاه محمود قریشي کابل ته د سفر کوم پلان نه لري۔ د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري د اتوار په ورځ کابل ته د بهرنیو چارو د وزیر د سفر حوالې سره د ځینو رسنیو راپورونو په اړه په خپل توضیحي بیان کښې ووئیل تر دې دمه د بهرنیو چارو وزیر مخدوم شاه محمود قریشي کابل ته د سفر کوم پروګرام نه دے ټاکل شوے او په دې اړه خپرېدونكې اوازې او خبرونه اساس نه لري
مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔