اسلام آباد۔25جنوری(اے پی پی) جموں و کشمیر لبرېشن فرنټ شهید حسېن حکاک او د هندواړه شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره كشميريانو ته د هند د جمهوريت ورځ د تورې ورځې په توګه د لمانځلو غږ كړے۔ د جموں و کشمیر لبرېشن فرنټ مرکزي انفارمېشن آفس وياند محمد رفيق ډار په خپل بيان كښې وئيلي دي د ګوند مشرتابه شهيد محمد حسېن حكاك ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوي كوم چې په 25 جنوری 1992 د سرينګر نواب بازار سيمه كښې هندي عسكرو په يو بريد كښی شهيد كړے ؤ ۔ وياند ووئيل د يو چمتو او زيرك لارښود په حېث محمد حسېن حكاك د باور وړ قامي اثاثه وه ٬ د هغه جذبه ٬ هڅې او هېواد سره مينه به تر ډېرې مودې ياد ساتلې شي۔ وياند د هند د جمهوريت ورځ 26 جنوري د تورې ورځې په توګه د لمانځلو اپيل كولو سره ووئيل هندي حكومت د نړيوال قوانين او لوظنامو خلاف ورزۍ كولو سره په جمموں وكشمير كښې په لويه كچه د بشري حقونو له مينځه وړولو كارروائيو كښې ككړ دے او د هند رياست اولس ته د دوي بنيادي حقونو وركولو څخه انكاري دے۔ د ګوند وياند د خپل دې عزم پخلے وكړو چې د هند قبضې څخه تر بشپړه آزادۍ به د آزادۍ تحريك روان ساتلے شي
د جموں وكشمير لبرېشن فرنټ شهيد حسېن حكاك او د هندواړه شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې ٬ كشميريانو ته د جنورۍ 26 مه نېټه د تورې ورځې په توګه د لمانځلو غږ
مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado