اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) د سارك چېمبر صدر افتخار علي ملك وئيلي دي چې د لكونو په شمېر د افغانانو كوربتوب د پاكستان او اېران د فراخدلې ثبوت دے، نړيواله ټولنه دې د افغانستان مرستې لپاره وړاندې راشي. د اتوار په ورځ د تجارانو پلاوي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د 57 هېوادونو تنظيم او آئي سي په دې وروستيو كښې په اسلام آباد كښې د غونډې په مهال د افغانستان د ټولو منجمد اثاثو بحالې لپاره ملګرو ملتونو سره د كار كولو د عزم څرګندونه كړې. ده ووئيل چې د افغانستان معيشت په ځائ ساتلو، استحكام، بحالې او د لكونو په شمېر د غريب افغان ماشومانو، مېرمنو او سړو ژوند بچ كولو لپاره د دې رقم سخت ضرورت دے. دا به افغان اولس سره د يووالي تر ټولو لويه څرګندونه وي. ده ووئيل چې د افغان معيشت ښه كولو ضرورت دے. ده د اروپا او په خاص د امريكې څخه غوښتنه وكړه چې د افغانستان معيشت دې د تباهې څخه بچ كړي او د كرنسې منجمد اثاثې بحال كولو سره د افغانستان مركزي بانك بېرته په معاشي چارو كښې شامل كړي.د افغانستان معيشت سختو ستونزو سره مخ دے. ده خبردارې وركړو چې د افغان كرنسې قدر ډېر پرېوتې شي او په كال كښې د هېواد د ډي جي پي 30 فيصده زيان كېدے شي. ده ووئيل چې پاكستان د سارك چېمبر په خواست په افغان ټرانزټ ټرېډ زياتره ټېكسونه ختم كړي دي او د تجارانو اسانيې لپاره كسټمز ډيوټي هم تر ډېره حده كمه كړې شوې. ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان پاك افغان تجارت لپاره په پاكستانې كرنسې كښې د ځينې څيزونو اجازه هم وركړې. ده ووئيل چې د پاكستان لخوا افغانستان ته د خوراك څښاك څيزونه او داروګان وړيا وركول كېږي. د ميا محمد سعيد ډېرے والے لخوا هم د سامان لېږلو اعلان شوے.
د لكونو په شمېر د افغانانو كوربتوب د پاكستان او اېران د فراخدلې ثبوت دے، نړيواله ټولنه دې د افغانستان مرستې لپاره وړاندې راشي. د سارك چېمبر صدر افتخار علي ملك
مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری